اسلام آباد۔10جنوري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان په سیئول كښې د ماسخوتن يوې خاص مېلمستيا اهتمام وكړو چې پكښې نوموړو د کوریا کاروباري شخصیات، سرمایه ک??رو او د پاکستان ډونرز بللے شوي وو۔ د جمعې په ورځ د جاري اعلامیه تر مخه دا مېلمستيا د سوئېلي كوريا درې ورځنۍ سرکاري د??رې برخه وه ٬ د كومې مقصد چې د دواړو هېوادونو تر مينځه تجارتي او د سرمایه کارۍ اړيكو له وده وركول دي ۔ دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزیر جام کمال خان پاکستان كښې په شته د سرمایه کارۍ په پراخه موقعو رڼا واچوله ٬ په خاص توګه فوډ او د ایګریکلچر، ټیکنالوجي ، آئي ټي او د معدنیات څانګو كښې سرمایه کاري او اسانيو په اړه ګدون كوونكې خبر كړے شول ۔ ده د پاکستان آزاد سرمایه کارۍ نظام او د نړيوالو کاروباري اد??رو لپاره د هېواد په سټریټجک اهمیت زور راوړو ۔وفاقي وزیر کورین سرمایه ک??رو ته لاهور كښې د 26 نه تر 28 فروري 2025 په تابيا كېدونكې فوډ ایاګزیبیشن كښې د ګډون بلنه هم وركړه ۔ ده وو??ېل دا نندارتون د کوریا کاروباري اد??رو ته د پاکستان متحرک فوډ او ایګریکلچر مارکیټ كښې ممکنه مرسته او د سرمایه کارۍ موقعو لټولو موقع وركوي ۔ده وو??ېل د نن دا مېلمستيا پاکستان او د کوریا د مضبوطو اړيكو د جشن نمانځلو او د ژورې اقتصادي شراکت دارۍ ودې لپاره زمونږ د عزم تجدید دے۔ د دې نه وراندې په 9 جنوري وفاقي وزیر جام کمال خان او د سوئېلي كوريا د تجارت وزیر انکیو چیونګ د معاشي شراکت دارۍ په لوظنامه (اي پي اے) په رسمي توګه خبرې پېل كړي ۔ د لوظنامې مقصد د دوه اړخيزه تجارت پټ صلاحیت رامخې ته کول ، د کاروباري كسانو لپاره موقعې پیدا کول او مختلف څانګو كښې اقتصادي مرسته مضبوطول دي ۔جام کمال خان وو??ېل دا خبرې اترې د پاکستان او سوئېلي کوریا تر مينځه سټریټجک معاشي مرستې له د يو نوي د??ر پېل به ثابت شي۔