GAMES Catalog
10 Mahjong 2 Player 2048 3d Mahjong Addition Adventure Time Alien Alphabet Animal Apple & Onion Arcade Archery Art B& W Mahjong Barbie Base Defense Baseball Basketball Batman Battleship Beat Em Up Ben 10 Bike Bingo Blackjack Board Games Boat Bowling Boxing Breaker Brick Breaker Bubble Shooter Bugs Bunny Bunnicula Car Card Cartoon Cat Chain Reaction Chess Chhota Bheem Christmas Clarence Classic Clicker Color Coloring Comics Connect 3 Connect the Dots Cooperative Cowboy Craig of the Creek Crash & Bernstein Cricket Cross the Road Crossword Darts Dennis & Gnasher Descendants Destruction Dice Digging Disney Division Dog Dominoes Dora Drawing Dress Up Driving Easter Education Environmental Escape Exclusive Fairly OddParents Fighting Filling Find Differences Fishing Flappy Bird Floogals Flying Food Football Freecell Solitaire Frozen Fungies Funny Gambling Gamer's Guide Geography Geometry Girl Golf Golf Solitaire Grabber Mahjong Grizzy & the Lemmings Gumball Gun Halloween Hand Drawn Health Helicopter Henry Danger Hexjong Hidden Object Hockey Holiday Idle Independence Day Inspector Gadget Isometric Jigsaw Puzzles Jumping Kids Kindergarten Klondike Solitaire Knife Throwing Knight LEGO Logic Looney Tunes Loud House Mahjong Mahjong Connect Mahjong Sequence Mahjong Slide Mahjong Solitaire Mao Mao Master Moley Math Maze Maze Attack Memory Merge Mighty MagiSwords Minesweeper Mobile Motorcycle Movie Mr. Bean Multiplication Muppets Music Neon New Years Ninja Nonograms Numbers Parking Path Making Pattern Penn Zero Phonics Physics Pin Pull Pinball Pirate Pixel Platform Plumber Poker Police Pool Powerpuff Girls Preschool Puzzle Pyramid Solitaire Quiz Racing Ragdoll Reading Regular Show Religious Rotate Puzzle RPG Running Rusty Rivets Sandbox Sanjay & Craig Science Scooby Doo Shooting Simulation Skateboard Slicing Slide Puzzles Slots Smurfs Snake Snow Soccer Sofia the First Sokoban Solitaire Sorting Space Spelling Spider Man Spider Solitaire SpongeBob Sports St Patrick's Day Stacking Star Star Wars Steven Universe Stickman Strategy Subtraction Sudoku Survival Swimming Sword Taffy Tangram Tank Tap Teen Titans Go Tennis Tetris Thanksgiving TMNT Tom & Jerry Tower Mahjong Traffic Management Train Transformers Tripeaks Solitaire Triple Mahjong Truck Tycoon Typing Uncle Grandpa UniKitty Valentine's Day Victor & Valentino Viking Wacky Races Water Watermelon We Bare Bears Wizard of Oz Word Word Search Zombie
گیم کی معلومات
نیا بونس سلاٹ گیم بڑا انعام کیسینو خوش قسمت انعام اسپن روزانہ انعام کے ساتھ کھیلیں بڑا خزانہ جیتیں ٹاپ انعام جیک پاٹ مقبول نئے سلاٹ گیم مشہور ایڈونچر گیم مفت سلاٹ کا تجربہ سلاٹ گیمز مفت سلاٹ مشین آن لائن جوا کیسینو کھیل بہترین سلاٹ گیمز جیک پاٹ جیتیں گیمز ڈاؤن لوڈ کریں موبائل کیسینو گیمز نئی سلاٹ مشین انعامات کے ساتھ کھیلیں سمندری ڈاکو خزانہ گیم

په ټاكنو ګټلو د الله شكر ادا كوم٬ د 22 كلونو هڅې مو كاميابې شوې٬ د نوي پاكستان جوړولو خوب تر سره كولو موقع په لاس راغلې

image
APP37-26 ISLAMABAD: July 26 – Chairman, Pakistan Tehrik-e-Insaaf (PTI) Imran Khan during the first post-election address after the convincing victory of PTI in the general election 2018. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 26 جولائی (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي په ټاكنو ګټلو د الله شكر كوم٬ د 22 كلونو هڅې مو كاميابې شوې٬ د نوي پاكستان جوړولو خوب تر سره كولو موقع په لاس راغلې٬ ټول مخالفين معاف كوم٬ زمونږ حكومت به د چا په ضد سياسي انتقامي كاروائي نه كوي٬ د قانون سرلوړي به په ځائ كولې شي٬ كه زمونږ كوم كس غلط كار وكړيِ هغه به نيسو٬احتساب به زما نه شورو كېږي او د دې نه پس به زما د وزيرانو احتساب كېږي٬پاكستان به د مدينې پشان فلاحي اسلامي رياست جوړوم٬د اولس د ټېكس د پېسې حفاظت به كوم٬د هغوي ټېكس به نه غلا كېږي٬سركاري اخراجات به كم كړو٬په غريب هېواد كښې شاهانه وزيراعظم هاؤس زېب نه لري٬وزيراعظم هاؤس به تعليمي مقاصدو او ټول ګورنر هاؤسز به اولسي مقاصدو لپاره كارولې شي٬په كومه حلقه كښې چې د درغلۍ شك وي هغه ټولې به پرانستلې شي او د مخالفې ډلې اندېښنې به لرې كوو٬ د حكمرانۍ نظام به سم كړو٬ افغانستان سره بايد داسې اړيكې ولرو چې پولې پرانستې وي٬ امريكې سره داسې متوازن اړيكې غواړو چې ګټه ئې دواړو هېوادونو ته ورسي٬ په جنګونو كښې د ګډون كولو په ځائ به جګړې ختمولو ته پام كوو٬ هند سره په ښو اړيكو كښې د نيمې وچې بهتري ده٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونې كېږي٬ بايد پاكستان او هند د مذاكراتو د لارو د كشمير مسئله حل كړي٬ هند سره اړيكې ښه كولو ته تيار يو۔ په ټولټاكنو كښې د كاميابي ترلاسه كولو نه پس د زيارت په مازيګر قوم ته په خپله وېنا كښې د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان ووئيل په ټاكنو ګټلو د الله شكر كوم٬ د 22 كلونو هڅې مو كاميابې شوې٬ د نوي پاكستان جوړولو خوب پوره كولو موقع په لاس راغلې۔ ده ووئيل چې په اقتدار كښې د راتللو نه پس په منشور د عمل كولو موقع په لاس راغلې۔ عمران خان ووئيل په پاكستان كښې تاريخي ټاكنې شوې دي٬ خلقو قربانې وركړې ٬ په بلوچستان كښې د ترهګرې سره هم خلق ووټ وركولو لپاره د كورونو ته راووتل او دوي ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د پارټۍ منشور عملي كولو په اړه عمران خان ووئيل نوې پاكستان به د مدينې په شان فلاحي اسلامي رياست جوړوم۔ ده ووئيل په كوم سياستدان دومره ذاتي تنقيد نه دې شوې لكه څومره چې په ما شوے خو زه په دې موقع غواړم چې ټول پاكستان متحد وي۔ خپل ټول مخالفين معاف كوم۔ ده ووئېل زمونږ پھ حكومت كښې به د چا په ضد سياسي انتقامي كارروائي نه كېږي او د قانون سرلوړي به راوستلې شي۔ ده ووئيل څوك د قانون په ضد كار كوي٬ د هغه په ضد به كارروائي كوو۔ قانون به ټولو لپاره برابر وي۔ عمران خان ووئيل چين د كرپشن په ضد د كمپائن مثال قائم كړے٬ د هغوي نه به زده كړه كوو۔ د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل دلته د ځناور نظام دے٬ د كمزورو څوك د تپوس نشته خو د پي ټي آئي د حكومت ټولې پالېسې به د كمزور طبقې لپاره وي۔ عمران خان ووئيل اولس سره لوظ كوم٬ د هغوي د ټېكس د پېسو به حفاظت كوم۔ د نېب او انټي كرپشن ادارې به قوي كولې شي۔ زمونږ حكومت به د وزيراعظم هاؤس پرېكړه كوي۔ دا به تعليمي مقاصدو لپاره كارولې شي۔ده ووئېل د نتهيا ګلي ګورنر هاؤس به هوټل جوړ كړو۔ د بېلا بېلو سياسي ګوندونو لخوا په ټاكنو كښې د درغلې تورونو په اړه عمران خان ووئيل ځينې سياسي ګوندونه د درغلې تور لګوي٬ اوسنې الېكشن كميشن ﴿ن﴾ ليګ او پي پي پي جوړ كړے٬ پي ټي آئي نه دې جوړ كړې۔ دوي چې په كومو هم حلقو د درغلې شك لري٬ مونږ درسره مرسته كوو او ټولې حلقې به پرانستلې شي او پلټنې به كولې شي۔ ده ووئېل قوم دې دعا وكړي چې الله تعالي ما ته د خپلو لوظونو پوره كولو توفيق راكړي۔ عمران خان ووئيل قوم سره لوظ كوم چې د حكمرانې نظام به سم كړم كوم به چې د اولس ژوند اسان كړي۔ ده ووئيل سادګي به اختياروم٬ وړاندې به حكمرانانو د اولس د ټېكس په پېسو عياشي كوله خو مونږ به په پاكستان كښې د وړاندې نه بل شان حكمراني جوړه كړو۔ د خارجه پالېسې په اړه ده ووئيل اېران سره اړيكې ښې كول غواړو٬ سعودي هم په هر مشكل وخت كښې زمونږ ملګرتيا كړې۔ په مېنځني ختيز كښې به د ثالث كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل د هند مېډيا زه د هالي ووډ فلم د ولن په توګه وړاندې كړے يم په دغې افسوس لرم۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر