اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د وزیراعظم کورونا ریلیف ټائیګرز فورس رجسټرېشن په باقاعده توګه پېل شوې ۔ د رجسټرېش پېل كېدو سره ګرد هېواد څخه 90 ځوانان ټائیګرز پروګرام كښې رجسټرډ كړې شوي ۔ په وزیراعظم آفس كښې كنټرول روم او مانيټرنګ ډلې جوړې كړې شوي۔ عثمان ډار خپل ځان هم ټائیګر فورس كښې رجسټرډ كړے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وزيراعظم آفس كښې د كنټرول روم دروه وكړه ۔ وروستو خپل ويډيو پېغام كښې ده ووئيل د ګرد هېواد ځوانانو لپاره په سیټیزن پورټل رجسټرېشن پرانستلې شوې۔ ځوانان د وزیراعظم عمران خان د ټائیګر فورس برخه جوړېدې شي۔ ده ووئيل ځوانان دې په كوم جعلي فارم رجسټرېشن نه كوي۔ ده ووئيل د رجسټرېشن عمل به يوازې د پاكستان سيټيزن پورټل د لارې كېږي۔ چیف آرګنائزر پاکستان تحریک انصاف سېف اللہ خان نیازی خپل بيان كښې ووئيل وزیراعظم عمران خان د کرونا ټائیګر فورس جوړولو اعلان كړې ۔ كارمندان او ذمه واران دې د دې فورس برخه شي۔ ده ووئيل ټائیګر فورس كښې شاملېدو سره دې د تحريك انصاف كارمندان او ذمه واران د كورونا په ضد جهاد كښې شاملېدو سره د ضلعي انتظاميې مرسته وكړي۔ ده دعا وكړه چې لوئي څښتن دې زمونږ هېواد پاكستان او اولس پخپل امن كښې اوساتي او د وزيراعظم په مشرۍ كښې روانې هڅې دې كاميابې شي۔