اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) د کرونا ریلیف ټائیګر فورس لپاره د رجسټرېشن كوٶنكو شمېره د درې لكه 39 زره نه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم میډیا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په خېبرپښتونخوا كښې تر اوسه 41 زره 890، پنجاب كښې دوه لكه 34 زره 22، سندھ څخه 50 زره 616، بلوچستان څخه درې زره 13، اسلام آباد څخه پنځه زره 233، ګلګت بلتستان څخه 1411 او آزاد جمو و کشمیر څخه درې 229 رضاكارو رجسټرېشن كړې چې مجموعي شمېره ئې درې لكه 39 زره 144 جوړېږي او په دې كښې اته زره 310 مېرمنې او 301 نور كسان شامل دي